Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus
چا چې د ټولو نه مخكښے د تاجدارِ رِسالت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رِسالت تصديق كړے وو. * هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ دومره جَامِعُ الْكَمالات او مَجْمَعُ الْفَضائِل دي [يعني دومره كمالات او فضائِل لري] چې د انبياءِ كِرامو عَـلَـيْهِمُ الصَّلوةُ السَّلَام نه پس په تيرو شوو او راروانو ټولو انسانانو كښے افضل او اعلٰى دے. * په آزادو سړو كښے ئے د ټولو نه مخكښے اسلام قبول كړو او په ټولو جِهادونو كښے مُجاهِدانه كارنامو سره شريك شوے او د صُلحِ او جنګونو په ټولو فيصلو كښے د الله تعالٰى د محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وزير او مُشير پاتے شوے دے او د ژوند په هره موقع ئے د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملګرتيا، جان نثارئ [يعني د ځان قربانولو] او وفادارئ حق ادا كړے دے. * دوه كاله او ووه مياشتے د خِلافت په مَسنَد [يعني عُهده] باندے فائز وو او [د خِلافت په دوران كښے] په ٢٢ جُمادَى الْاُخرٰى سن ١٣ھ كښے وفات شو. * اميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سيِّدُنا عُمر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ئے د جنازے د لـمانځه جَمعه وركړه او روضۀ مباركه كښے د حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په څنګ مبارك كښ دفن كړے شو. (الاكمال فى اسماء الرجال ص٣٨٧ ، تاريخُ الخُلَفَاء ص ٦٢ ، ٢٧ باب المدينه كراچى)
راځئ چې اوس د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه د دين د حِمايت او د رسولِ پاك صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حِمايت يو څو واقعات واورو:
ما ته زما د محبوب حال واوروئ بس؟
د اسلام په اولنو ورځو كښے چې كله د صحابه كرامو عَلَیهِمُ الرِّضوَان شمير 38 شو نو حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه د نبي اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د اسلام د اعلان او