Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

نو هغه بدبختو رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پريښودلو او حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه ئے وهل شروع كړو. حضرت اسماء رَضِیَ الله عَنْها فرمائي: چې كله حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه بيرته راغلو نو د هغوئي د زخمونو دا حال وو چې چا به ورته د سر مبارك به څه ځائے لاس كيښودو نو د زُلفو ويښته به ئے را اوختل او په لاسونو كښے به راغلل خو د دے باوُجود د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په ژبه باندے دا الفاظ وو: اے ربِّ ذُوالجلالِ وَالْاِ كْرام! ته د لوئي بركتونو والا ئے.       (نوادر الاصول  ،  الاصل الثانی عشروالمائتان ،   ،  ۲ / ۷۷۸ الحدیث : ۱۰۷۵)

د آلِ فرعون د مومِن نه بهتر

     حضرتِ عَلِـىُّ الْمُرتضٰى رَضِیَ الله عَنْه  فرمائي: يوه ورځ ما اوليدل چې كُفّارِ قُريش د نبـى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه راتاؤ شوي وو او هغوئي ته ئے مختلف قِسم تكليفونه وركول، يو په خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے ګُزار كولو او بل په ډيره سخته تكليف وركوونكي ژبه كښے خبرے كولے او دا بكواس ئے كولو چې تاسو ئے هغه كس چا چې ټول خدايان پريښودي دي او يو خدائے ئے جوړ كړے دے. حضرت علي رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: په خدائے مے دِ قَسم وي! په هغه وخت كښے د حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه نه علاوه بل هيڅ څوك خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته نِزدے رانغلو، حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه يو قُريشي اووهلو، دويم ئے دِيكه كړو او دريم ئے په زور شا ته كړو ټول ئے لرے كړل او اوئې وئيل: افسوس دے په تاسو باندے! داسے شخصيت قتل كول غواړئ چې هغه دا وائي چې زما ربّ الله دے. د دے واقعے بيانولو نه پس