Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

شروع كيږي او په هُم دے ختميږي چې

پروانے کو چراغ ، بُلْبُل کو پھول بس

صدّیق کیلئے ہے خُدا اور رسول بس

پتنګ له شمع بس ده او بلبل ته ګُل كافي دے

صدِّيق ته الله پاك او د هغه رسول كافي دے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مال په ذريعه د دِينِ اسلام او صاحِبِ اسلام خدمت

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! هم دغسے حضرت سَيِّدُنا صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مَحبَّت كښے خپل مال هم په دواړو لاسو ډير په فراخدلئ خرچ كړے دے، د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه په باره كښے راځي چې هغوئي تاجر وو، د كپړے د غټ كاروبار مالِك وو، په كومه ورځ ئے چې اِيمان راوړو نو هغه وخت هغوئي سره څلويښت زره درهمه يا ديناره وو، د اسلام راوړو نه پس ئے هغه ټول د الله په لاره كښے خرچ كړل.          (تاریخ مدینۃ دمشق ، ج۳۰ ،  ص۶۶)

     په يو روايت كښے راځي چې صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه هغه هستي ده چا چې د اسلام قبلولو نه واخله مدينے منورے طرف ته د هجرت كولو پورے مسلسل خپل مال په اسلام قربانولو. د هجرت په وخت كښے هغوئي سره پينځه يا شپږ زره درهمه وو هغه ئے ځان سره واخستل. (او د رسولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قدمونو ئے قربان كړل.) (السیرۃ