Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus
پخپله د الله پاك آخري نبي مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلے وو. [د يو بنده د پاره] د رضائے اِلٰهي مطابق ژوند څنګه تيرول پكار دي، په دے خبره د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمْ نه زيات څوك پوهيږي. بلكه دا خبره هغوئي اُمَّت ته ښودلي ده چې د رضائے اِلٰهي مطابق ژوند تيرول څه ته وائي.
په صحابه كرامو كښے هم خاص طور د خليفۀ اَوَّل، خليفۀ راشِد، عاشِقِ اكبر، اَمِيرُ المُؤمِنين خليفَةُ الْمُسْلِمِين حضرت سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه سيرت او پاك ژوند زمونږ د پاره روښانه مثال دے. د اسلام قبلولو نه پس د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه پورا ژوند په رضائے اِلٰهي كښے تير شوے دے. د الله پاك دا فرمان ”زما لمُونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي “ د حضرت صديق اكبر رَضِیَ الله عَنْه ژوند د هُم دے مطابق وو.
او د دے شعر نه هُم د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه د ژوند عكّاسي كيږي چې
پروانے کو چراغ ، بُلْبُل کو پھول بس
صدّیق کیلئے ہے خُدا اور رسول بس
پتنګ له شمع بس ده او بلبل ته ګُل كافي دے
صدِّيق ته الله پاك او د هغه رسول كافي دے
راځئ! چې د حضرتِ سَيِّدُنا صديق اكبر رَضِیَ الله عَنْه د ژوند د يو څو داسے واقعاتو او حكايتونو اوريدلو سعادت حاصل كړو چې د هغے نه به دا معلومه شي چې واقعي د عاشقِ صادِق، يارِ غار، يارِ مزار حضرت سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه ژوند او مرګ