Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع  د بیان موضوع ده ”د صِدِّيق د پاره د هغه الله او رسول كافي دي“. نن به د دے په باره كښے څه مدني ګلونه بيانيږي.

     په دے كښے شك نشته چې دِينِ اسلام د الله پاك ډير غټ نعمت دے. دا زمونږه ډيره خوش قِسمتي ده چې مونږ ته د الله پاك د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غُلامي نصيب شوي ده [يعني مسلمانان پيدا شوي يو]. اَلْحَمْدُ لِلّٰه مونږه مسلمانان يُو، خو كمال به دا وي چې زمونږه د ژوند هر هر ساعت په اسلامي احكاماتو باندے او د اسلام په تابعدارئ كښے تير شي. چې د سحر رابيداريدو نه واخله د شپے اوده كيدو پورے زمونږه يو يو عمل او يو يو كار د شريعت مطابق وي. چې زمونږه ناسته ولاړه، زمونږه اوده كيدل او راپاڅيدل د شريعت مطابق وي، چې زمونږه لباس د شريعت مطابق وي، چې زمونږه خبره كول، خبره اوريدل، څه لوستل يا بل ته لوستل د شريعت مطابق وي، الغرض چې زمونږه هر عمل او هر كار د شريعت مطابق وي. هر مسلمان له هُم داسے كول پكار دي چې د هغه ژوند، مرګ، عبادت، رياضت هر څه د الله پاك د پاره وي په قرآنِ پاك كښے هم د دے خبرے رهنمائي وركړے شوي ده چنانچه اَتَلَّمه سيپاره كښے په سُوْرَةُ الاَنعام آيت نمبر 162 كښے ارشاد شوے دے:

قُلْ اِنَّ صَلَاتِیْ وَ نُسُكِیْ وَ مَحْیَایَ وَ مَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ(۱۶۲) (پ۸ ، الانعام : ۱۶۲)

مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان  : تاسو اوفرمائے چې بيشكه زما لمُونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي چې رب د ټولو جهانونو دے.