Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض اوكړو چې: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما مور و پلار دِ په تاسو قربان وي، زه ټيك يم بس مخ مے لږ زخمي شوے دے. (تاریخ مدینہ دمشق ، ج۳۰ ، ص۴۹ ، البدایۃ والنھایۃ ، ج۲ ، ص۳۶۹)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل چې د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه د خوږ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره څنګه مضبوط تعلق وو، ټول بدن ئے زخمي شوے دے، مخ ئے هم زخمي دے، ټوله قبيله ترينه هم خفه ده، د كور كسان ئے هم پريشانه دي، خو د هيڅ چا پرواه ئے نه لرله او يوه جمله ئے په ژبه وه چې ما خبر كړئ چې زما د محبوب آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه حال دے؟ لكه حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه چې عملي طور باندے تر قيامته پورے مسلمانانو ته دا درس وركړو چې د مسلمان ژوند او مرګ دواړه د مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره دي. د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه د عشق نه ډك دے معمولاتو ته چې څوك اوګوري نو په دے شعر وئيلو به مجبوره شي چې
پروانے کو چراغ ، بُلْبُل کو پھول بس
صدّیق کیلئے ہے خُدا اور رسول بس
پتنګ له شمع بس ده او بلبل ته ګُل كافي دے
صدِّيق ته الله پاك او د هغه رسول كافي دے
صَـلُّوْا عَـلَـی الْـحَبِیْب! صَـلَّـی اللّٰہُ عَـلٰـی مُـحَـمَّد