Book Name:Be Misal Auratain

هغه ضرور هغے ته وركول پكار دي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د بل د حق وركولو توفيق راكړي.

 اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی الـلّٰـہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

دين ته ترجيح وركړئ!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دے حكايت كښے زمونږ د پاره ډير درس موجود دے، يوه خبره خو دا معلومه شوه چه په تير دَور كښے زنانه واقعي بےمثاله وے، غور اوكړئ نن په دے ترقي يافته دور كښے هم كه يوه زنانه كونډه شي نو هغے ته د يوے مضبوطے مرستے ضرورت وي او كه چرے هغے ته دا مرسته مِلاؤ شي نو فوراً ئے حاصلوي، او هُم دغسے كول هُم پكار دي، او هغه دَور خو لا د جَهالت د تِيَرو نه د وَتلو دَور وو، په داسے ماحول كښے چه كله حضرت بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْها ته د حضرت طَلحه رَضِیَ الله عَنْه په صورت كښے يو ښه د سر سورے ميلاويدلو، ځكه چه هغه مالدار هم وو او د خپل دَور په مُعَزَّزو خلقو كښے شامل وو، د عِزَّت او قدر مالك وو، خو چه كله هغوئي د نكاح پيغام ور اوليږلو نو حضرت بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْها د خوشحاليدلو په ځائے او په خپل قِسمت باندے د نازيدلو په ځائے او د حضرت ابو طلحه رَضِیَ الله عَنْه د مال او دولت طرف ته د تَوجُّه كولو په ځائے او د خپل بهتر مستقبل د خوبونو ليدلو په ځائے د دِينِ اسلام دعوت وركولو ته ترجيح وركړه، د اسلام خدمت ته ئے ترجيح وركړه، د نيكئ دعوت وركولو ته ئے ترجيح وركړه او په خپل دے عمل ئے دُنيا ته دا اوښودله چه د دِين محبت، د دِين د خدمت سوچ، د نيكئ دعوت ته د ترجيح وركولو جذبه او د دِين د تبليغ جذبه زياته اهمه ده. د دے نه اندازه اولګوئ چه هغے