Book Name:Be Misal Auratain

واره اِجتِماع كښے د خپل كور د زنانؤ د شركت كولو تركيب جوړ كړو، خپلے ماشومے لونړه او خويندے د دعوتِ اسلامي په مَدرَسةُ الْمَدينه لِلبَنات كښے د قرآنِ مجيد د حِفظ و ناظره د پاره داخلے كړو، د عالِـمه جوړولو د پاره ئے په جامِعَةُ الْمدِينه لِلبَنات كښے داخلے كړو. الله پاك دِ مونږ ټولو ته او زمونږ د كورونو زنانؤ ته په دِين باندے د عمل كولو توفيق راكړي.

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!                                                                                      صَلَّي اللّٰه تَعَالٰي عَلٰي مُحَمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د تاريخ بے مثاله زنانؤ بے مثاله سيرت او كردار متعلق اوريدل، راځئ چه! د يوے بلے بے مثاله زنانه سيرت متعلق واورو:

د حضرتِ نَفِيسه مختصر سِيرت

     د دے عظيمے او بے مثاله زنانه نوم دے ”سيِّده نَفِيسَه رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْها “ دا د حضرت امام حسن مُجتبٰى رَضِیَ الله عَنْه كړوَسئ يعني د نمسئ لور وه، ډيره نيكه او پرهيزګاره وه،. * حضرت نَفِيسَه رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْها په مكه مكرمه كښے پيدا شوي وه، * د حضرتِ نَفِيسَه رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْها معمول وو چه د روځے به ئے روژه نيوله او ټوله شپه به ئے لمُونځونه كول، * حضرت نَفِيسَه رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْها ديرش حجونه كړي وو، په دے كښے ئے اكثر پياده ادا كړي دي، * د حضرت نَفِيسَه رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْها وريرے [يعني د ورور لور] به وئيل چه ما د خپلے ترور حضرت نَفِيسَه رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْها څلويښت كاله خدمت كړے دے، په دومره موده كښے