Book Name:Be Misal Auratain

مدينه لګولو پابندي كوله نو په جمات كښے د لمُونځ ګزارو شمير دومره زيات شو چه د جمات انتظاميه د سحر د لمَانځه د پاره د جُمات په انګڼ [يعني صحن] كښے [د يخنئ نه بچ كيدلو د پاره] د جُمعے په شان تنبوان او پردے اولګولے.

     د يو اسلامي ورور بيان دے چه اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ ما ته د مدينے شريفے د حاضرئ سعادت نصيب شوے دے او دا ټول د صدائے مدينه بركتونه دي ځكه چه زه پابندئ سره صدائے مدينه لګووم.

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!                                                                                      صَلَّي اللّٰه تَعَالٰي عَلٰي مُحَمَّد

تذكره د يو څو بے مثاله زنانؤ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د بےمثاله زنانؤ تذكره اوريدله. په دے كښے شك نشته چه د دے اُمَّت د ټولو نه بےمثاله زنانه ازواجِ مُطَهَّرات (يعني زمونږ د خوږ آقا، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مباركے بيبيانے) دي، د هغوئي د بےمثالئ حال دا وو چه هغوئي د اُمَّت د ټولو زنانؤ د پاره عملي نمونه دي.

د اُمَّهاتُ المُؤمِنِين ذِكرِ خير

     په هغوئي كښے حضرت بي بي خديجةُ الْـكُبْرٰى رَضِیَ الله عَنْها هم ده. هغے رَضِیَ اللهُ عَنْهَا خپل ټول مال د دينِ اسلام د سربلندئ د پاره خرچ كړے وو او په هر قِسمه مشكلاتو باندے ئے صبر كړے وو او نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ئے ډير تعاون كړے وو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغوئي سره ډير زيات محبت كولو او خاتونِ جنَّت حضرت