Book Name:Be Misal Auratain
ثابته كړه چه زنانه د دِين په اشاعت او ترقئ كښے هم حِصَّه اخستے شي، * دا دي هغه بےمثاله زنانه چه د دے اُمَّت د زنانؤ د پاره يوه عملي نمونه دي،
خو افسوس! د نن زمانے زنانؤ د هغه بےمثاله زنانؤ سيرت هير كړے دے، * د نن زمانے زنانؤ د هغه بےمثاله زنانؤ د كِردار نه مخ اړولے دے. افسوس! نن بے حيائي، بے ځايه ګرځيدل او بے پردګئ ډيره عامه شوي ده.
راځئ چه! د يوے بلے بے مثاله زنانه عابده، زاهده او وَلِيِّه په باره كښے يوه بے مثاله واقعه واورو:
د هِند مشهور ښار دِهلي كښے يو ځل سخت قحط راغے، د خلقو د ډيرو دُعاګانو باوُجود باران نه كيدلو. د سلسله چشتيه نِظاميه باني او عظيم پيشوا ولئ كامل حضرت سَيِّد محمد نظامُ الدين اولياء رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْه د خپلے مور رَحْمةُ اللّٰه عَلَیْها د جامو يو تار په لاس كښے راواخستو او عرض ئے اوكړو: يا الله! دا د هغه زنانه د لمَن تار دے چه هغه كله هُم يو نامَحرمه كس نه ده ليدلي، زما مولٰى! د دے په بركت د رحمت باران را اووروے! دُعا لا ختمه شوي نه وه چه د رحمت وريځے راغلے او باران شروع شو. ([1])
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه تَعَالٰي عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * دے ته وائي تقوىٰ، حيا او پرهيزګاري * دے