Book Name:Be Misal Auratain

وي، نو د هغه به دا معمول وي چه د هر قدم اوچتولو نه مخكښے به د دين او اسلام تعليماتو طرف ته توجه وركوي، او د عاشقانِ رسول علماء او مفتيانِ كرامو نه به رهنمائي اخلي او څنګه چه دين وائي په هغے به عمل كوي. الله پاك دِ مونږ ته هم په دين باندے د عمل كولو توفيق را نصيب كړي.

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!                                                                                      صَلَّي اللّٰه تَعَالٰي عَلٰي مُحَمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه! د تقوٰى، پرهيزګارئ او خَوفِ خُدا لرونكي يوے بلے بے مثاله زنانه واقعه واورو، چنانچه

د خليفه د بي بي كالي

      د حضرت عُمر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زَوجه محترمه حضرت بي بي فاطمه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د خليفه عبدُ المَلك لور وه، يعني د غټے كورنئ سره ئے تعلق لرلو. خو د هغے رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها په سيرت باندے چه نظر واچولے شي نو دا هم د تاريخِ اسلام يوه بے مثاله زنانه وه. كله چه حضرت عُمر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خليفه جوړ شو نو خپلے بي بي فاطمه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته ئے اوفرمائيل چه: آيا تا ته د خپلو زیوراتو [یعنی كالو] حال معلوم دے چه ستا پلار څنګه حاصل كړي وو او بيا ئے څنګه تاسو ته دركړي دي؟ كه ته اجازت راكړے نو زه به دا [كالي] په يو صندوق كښے بند كړم جرنده به ئے كړم او د بيتُ المَال په آخري ګوټ كښے به ئے كيږدم، كه د دے نه مخكښے د بيتُ المَال ټول مال ختم شو نو دا به هم خرچ كړم او كه د خرچ كيدو نه مخكښے زه وفات شوم نو تا