Book Name:Be Misal Auratain
اَلْحَمْدُ لِلّٰه د” صَدائے مدينه “ په بَرَكت د تَهَجُّد د لـمانځه سعادت حاصليدے شي.
* د ” صَدائے مدينه “ په بَرَكت د لـمانځه حفاظت كيږي.
* د ” صَدائے مدينه “ په بَرَكت د جُمات په وړومبي صف كښے تكبيرِ اولىٰ سره د سحر لـمونځ ادا كيدے شي. * د ” صَدائے مدينه “ په بَرَكت د نيكئ دعوت وركولو ثواب هم ګټلے شي. * د ”صَدائے مدينه “ په بَرَكت د دعوتِ اسلامي نيك نامي او تشهير كيږي. * ”صَدائے مدينه “ لګوونكے مسلمانانو ته د حج او د خوږے مدينے ليدلو دُعا كوي، كه الله تعالٰى اوغواړي نو دا دُعاګانے به د ده په حَق كښے هم قبولي شي. * صَدائے مدينه كښے د پيدل ګرځيدلو په بَرَكت صِحت هُم ښه كيږي.
د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول كښے مسلمانان د سحر لـمانځه ته راپاڅولو ته ” صَدائے مدينه “ لګول وائي او مسلمانان د سحر لـمانځه د پاره راويښول سُنَّتِ مُصطفٰے او سُنَّتِ داوٗدى (يعني د حضرت سَيِّدُنا داوٗد عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سُنَّت) او سُنَّتِ صَحابه دي، چنانچه
اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به چه د سحر لـمانځه له تشريف وړلو نو لـمانځه د پاره به ئے خلق راويښول او جُمات ته به ئے تشريف راوړلو. (طبقات کبریٰ، ذکر استخلاف عمر،۳/۲۶۳مفہوماً) راځئ چه د ترغيب د پاره د صَدائے مدينه لګولو يو څو مَدَني سپرلي واورو چنانچه
د يو اسلامي ورور بيان دے چه د سختے يخنئ په ورځو كښے هُم هغوئي د صدائے