Book Name:Be Misal Auratain
ته به دا [كالي] ملاؤ شي (يعني بل خليفه به ئے بيرته دركړي). نيك بختے بي بي اووئيل: څنګه چه ستاسو خوښه وي، زما له طرفه اجازت دے. حضرت عُمر بن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كالي په بيتُ المَال كښے كيښودل، هغه كالي په بيتُ المَال كښے موجود وو چه حضرت عُمر بن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو، وروسته د حضرت بي بي فاطمه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ورور اِبنِ عبدُ المَلِك خليفه شو نو هغه كالي ئے هغے رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته بيرته وركول غوښتل خو هغے د اخستلو نه انكار اوكړو او دا ئے اُووئيل چه دا نه شي كيدے چه زه د حضرت عُمر بن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژوند كښے كالي پريږدم او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس ئے بيرته واخلم. بیا خليفه هغه كالي د كور په نورو زنانؤ باندے تقسيم كړل. ([1])
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه تَعَالٰي عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په دے حكايت كښے زمونږ د پاره ډير زيات درس موجود دے، يو دا چه د يو منصب يا عُهدے مِلاويدلو مقصد دا نه وي چه خپل كور د مال نه ډك كړے شي بلكه د دے مقصد د الله پاك د مخلوق خدمت كول وي، داسے خلق په دُنيا كښے هم كامياب وي او په آخرت كښے هُم كامياب وي.