Book Name:Be Misal Auratain

      بله دا چه نن صبا چا ته معمولي شان عُهده ملاو شي نو د بچو مور ورته قِسما قِسم فرمائشونه كوي، او دا د يو خليفه لُور او د بل خليفه ښځه وه، خو دومره فرمانبرداره وه چه د پلار د لاس وركړي شوي كالي ئے هم د الله پاك په لار كښے قربان كړل، هغے كه غوښتلے نو دا ئے هم وئيلے شو چه ما ته نه ده معلومه، كه زما پلار دا په هره طريقه پيدا كړي وي خو اوس خو زما دي خو هغے د ډيرے فرمانبردارئ مظاهره اوكړله، او اوئے وئيل چه څنګه ستاسو خوښه وي زما له طرفه اجازت دے او بيا ئے چه ورور خليفه شو نو هم د هغه د وركولو باوجود ئے هم بيرته وا نغستل. سُبْحٰنَ الله.

په دولسو مَدَني كارنو كښے يو مَدَني كار ”صَدائے مدينه“

          دولسو مَدَني كارونو كښے يو مَدَني كار ”صَدائے مدينه“ هم ده. د ”صَدائے مدينه “ تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رساله ” صَدائے مدينه “ اولولئ ټول اسلامي ورونړه او بالخصوص ذمه داران دِ ضرور د دے رسالے مُطالعه اوكړي، دا رساله د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه طلب كولو سره سره د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ نه هم لوستلے او ډاؤن لوډ كولے شئ او د دے پرِنټ آوټ هم ويستلے شئ.

           د دے رسالے د مطالعے په بركت به تاسو ته معلومات حاصل شي چه، * صَدائے مدينه څه ته وائي * صَدائے مدينه  كښے مسلمانانو د پاره دُعا، * د صَدائے مدينه  فائدے، * د صَدائے مدينه  دنياوي فائدے، * د صَدائے مدينه يو څو نكات، * په كوڅه كښے د صَدائے مدينه لګولو طريقه، * د صَدائے مدينه مَدَنـي سپرلي، وغيره وغيره.