Book Name:Be Misal Auratain

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع  د بیان موضوع ده ”بے مثاله زنانه“. په تاريخِ اسلام كښے د بے مثاله زنانؤ ذِكر شته دے، په دے كښے صحابيات او نورے نيكے (زنانه) هم تيري شوي دي. نن به د هغه بے مثاله زنانؤ د سيرت او كردار د مختلفو واقعاتو اوريدلو سعادت حاصلوو.  اِنْ شَآءَ اللہ.  راځئ چه! اوَّل يو حكايت اورو:

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!                                                                                      صَلَّي اللّٰه تَعَالٰي عَلٰي مُحَمَّد

بے مثاله مهر

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په هغه بے مثاله زنانؤ كښے يوه ډيره مشهوره صحابيه حضرت بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْها ده. دا د مشهور صحابي او خادِمِ دَربارِ رِسالَت حضرت اَنَس بن مالك رَضِیَ الله عَنْه خپله سَكه مور ده. خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير ځله د هغوئي كور په خپل تشريف وړوړلو روښانه كړے دے. د دِين د پاره د هغے سوچ څنګه وو؟ راځئ چه! د هغے يوه ايمان تازه كوونكي واقعه واورو:

     حضرت بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْها د خپل قوم سره اسلام قبول كړے وو، خو د هغے خاوند مالك بن نضر د اسلام قبلولو نه انكار اوكړو. حضرت بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْها هغه ته هُم د دِين دعوت وركړو خو د هغه په قِسمت كښے دا سعادت نه وو، بلكه هغه خفه شو او ملكِ شام ته لاړو او بيا هلته اوسيدو. څه موده پس هغه مړ شو، كله چه د