Book Name:Be Misal Auratain

هغه د مرګ نه حضرت بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْها خبره شوه نو په هغه وخت كښے د هغے ځوئ حضرت انس بن مالك رَضِیَ الله عَنْه ډير وړوكے وو، هغے رَضِیَ الله عَنْها اراده اوكړه چه اوس لا څه موده نكاح نه كووم.

     كله چه څه موده تيره شوه نو حضرت ابو طَلحه رَضِیَ الله عَنْه هغے سره د نكاح خواهش ښكاره كړو، هغه لا مسلمان شوے نه وو، په دے وجه هغے رَضِیَ الله عَنْها اوفرمائيل: زما د پاره دا مناسب نه دي چه زه د يو غيرمسلم سره نكاح اوكړم. په يو روايت كښے دا هم دي چه هغے رَضِیَ الله عَنْها اوفرمائيل: اے ابو طلحه! ستاسو په شان د خلقو پيغام رد كول نه دي پكار خو تاسو مسلمان نه ئے او زه مسلمانه يم. په دے وجه ستاسو سره زما نكاح نه شي كيدے. بيا ئے اوفرمائيل: اے ابو طلحه! آيا ته نه ده معلومه، چه ته د كوم خُدائے عبادت كوے هغه د زمكے نه زرغونه شوي يوه ونه ده، او هغه د فلانكئ قبيلے يو حبشي جوړ كړے دے؟ هغوئي اقرار اوكړو [چه آو هُم دغسے ده] نو هغے ورته اوفرمائيل: د دے باوجود ته شرميږے نه چه د زمكے نه زرغون شوي يو لرګي ته سجده كوے چه د [هغے نه د] فلانكئ قبيلے حبشي [بُت] جوړ كړے دے. نو آيا اوس ګواهي وركوے چه د الله پاك نه سِوا بل هيڅ څوك د عبادت لائق نشته او حضرت محمد صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك رسول دے؟ كه دا ګواهي وركوے نو زه واده ته تياره يم او ستا اسلام قبلول به زما (حق) مَهْر وي.

      په يو روايت كښے دي چه حضرت ابو طَلحه ترينه تپوس اوكړو چه ستا مَهْر څه دے؟ هغے اُووئيل: زما مَهْر څه كيدے شي؟ هغه اووئيل: سره زر او سپين زر؟ بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْها اووئيل: ما ته د سرو او سپينو زرو ضرورت نشته زه خو دا غواړم چه