Book Name:Be Misal Auratain

ته وائي د الله پاك فرمانبرداري او د هغه ويره  * دے ته وائي د خپل عِزَّت او پاكدامنئ خيال ساتل.

    سوچ خو اوكړئ! دا څومره غټه خبره ده چه يوه زنانه دِ د شريعت او دين په تابعدارئ كښے داسے ژوند تيروي چه په هغے باندے هيڅ كله هُم د يو نامحرمه سړي نظر نه وي پريوتے. نو بيا الله پاك داسے زنانه ته داسے مقام او مرتبه وركوي چه د هغے د استعمال كړو جامو د يو تار په وسيله الله پاك د رحمت باران را وروي.

د نن په بعضو زنانؤ څه شوي دي؟

     د دے نه دِ د نن صبا هغه زنانه درس واخلي كومے چه په بازارونو او كوڅو كښے بے پرده ګرځي، په اسكولونو او كالجونو او يونيورسټو كښے د غير محرمو سړو سره د شريعت د اجازت نه بغير د آزادئ ماحول جوړوي، په مختلفو عوامي ځاىونو مَثَلًا ائرپورټ، هسپتالونو، د دكانونو او شاپنګ سينټرو په كاؤنټرو باندے بے پرده موجودے اوسي. الامان والحفیظ الله پاك دِ مسلمانانو ته هدايت وركړي.

ترقي او كاميابي څه ده؟

     حالانكه ترقي او كاميابي دا نه ده چه الله پاك او د هغه رَسُول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِ ناراضه كړے شي، ترقي او كاميابي دا نه ده چه د الله پاك او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرماني دِ اوكړے شي، ترقي او كاميابي دا نه ده چه ناجائزه او حرام كارونه دِ اوكړے شي، ترقي او كاميابي دا نه ده چه د غيرمسلمو طور و طريقے دِ اختيار كړے