Book Name:Jannat ke Qeemat

اللّٰه پاك به ئے صُلح اوكړي

حضرت سيِّدُنا انس رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ سرکارِ دوعالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُسكے شو. حضرت سيِّدُنا فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ عرض وكړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تاسو زما مور او پلار قربان! تاسو په څه وجه مُسكے شوئ: ارشاد ئے اوفرمائيلو: زما دوه اُمّتِيان به د الله تعالٰى په بارګاه کښ په ګونټو [يعني زنګونانو] اوغورزيږي، يو به عرض اوكړي: يا الله تعالٰى د ده نه ماته انصاف راکړه ځکه چه ده په ما باندے ظلم کړے وو. الله تعالٰى به مُدّعی (يعني دعوٰی کوونكي) ته اوفرمائي: اوس دا غريب (يعني په چا چه دعوٰی شوے وي) څه اوكړي د هغه سره خو هيڅ نيکی نه ده پاتے شوي. مظلوم (مُدّعی) به عرض کوي: ’’زما ګناهونه د ده په ذِمّه ورواچوه.‘‘ دومره ئے چه اوفرمائيل نو سرورِ کائِنات شاهِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ژړا شو، او اوئے فرمائيل: هغه ورځ به ډيره عظيمه ورځ وي ځکه چه هغه وخت (يعني د قيامت په ورځ) به هر يو د دے خبرے ضرورت مند وي چه د هغه بوج سپک شي. الله تعالٰى به مظلوم (يعني مُدّعی) ته اوفرمائي: اوګوره ستا مخے ته څه دي؟ هغه به عرض کوي: اے پروردِګار تعالٰى! زه خپلے مخے ته د سرو زرو غټ ښار او غټ غټ محلونه وينم کوم چه په مرو ښکلي کړے شوي دي دا ښار او ښکلي محلّات د کوم پيغمبر يا صِديق يا شهيد د پاره دي؟ الله تعالٰى به فرمائي: دا د هغه د پاره دي څوك چه د دے قِيمت اداکړي. بنده به عرض اوكړي: د دے قِيمت څوك ادا کولے شي؟ الله تعالٰى