Book Name:Jannat ke Qeemat

هغے پلار (يعنے د حضرت سَيِّد محمود كُردي نيكه) چه نوم ئے محمد وو، هغوئي ما ته وصيت كړے وو چه كله زه وفات شم او ما ته غُسل راكړے شي نو د چَت نه به زما په كفن باندے د شين رنګ رُقعه [يعني پانړه] راپريوځي په هغے كښے به ليكلي وي: ’’ھٰذِہٖ بَرَاءَ ۃُ مُحَمَّدِنِ العَالمِِ بِعِلْمِہٖ مِنَ النَّار يعنے محمد كوم چه عالم دے، هغه ته د علم په سبب د جَهنَّم نه خلاصے وركړے شوے دے.“ هغه پانړه زما په كفن كښے كيږدئ. چنانچه د غُسل وركولو نه پس هغه پانړه راپريوتله، كله چه خلقو پانړه اولوستله نو ما هغه د هغوئي په سينه باندے كيښودله. د هغه پانړے يوه خاص خبره دا وه چه څنګه به د پاس نه لوستلے شوه هُم هغسے به د شا نه هُم لوستلے شوه. ما د خپلے مور صاحبے نه تپوس اوكړو چه زمونږ نيكه به كوم عمل كولو؟ مور صاحبے اوفرمائيل: ” کَانَ اَ کْثَرُ عَمَلِہٖ دَوَامُ الذِّکْرِمَعَ کَثْرَۃِ الصَّلٰوۃِ عَلَی النَّبِـیِّ يعنے د هغوئى دا عمل وو چه هميشه به ئے د ذِكرُ الله سره سره د دُرُودِ پاك كثرت هم كولو.“  ([1])

میری زبان تر رہے ذِکر و دُرُود  سے

بے جا ہنسوں کبھی نہ کروں گفتگو فضول

(وسائلِ بخشش مُرمّم،ص۲۴۳)

چه په ژبه مے جاري وي هر وخت ذِكر او دُرُود

چه بے ځايـه نه خنديږم، نه خبرے كړم فُضُول

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1] سعادۃ الدارین، الباب الرابع ،اللطیفۃ السادسۃ والتسعون، ص۱۵۲