Book Name:Jannat ke Qeemat

د مَدَني انعاماتو د اَيپ تعارُف

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د مَدَني انعاماتو په حواله د خپلو اعمالو مُحاسَبه كول اوس نور هُم آسان شو. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي مجلِس آئي ټي (I.T) يو ايپ (App) په نوم د ”مَدَني انعامات لاؤنچ كړے دے. د هغے په ذريعه چه تاسو كله هُم غواړئ د خپل موبائل په مدد هره ورځ د [خپلو اعمالو] محاسَبه كولے شئ، د دے نه علاوه د تيرو مياشتو د مَدَني انعاماتو د كاركردګئ كتلو سهولت هُم په دے ايپ كښے موجود دے. په مَدَني انعاماتو باندے عمل كښے څومره بهتري راغلي ده دا هُم كتلے شئ. زر تر زره په خپل موبائل كښے دا اَيپ (App) انسټال كړئ او مَدَني انعاماتو باندے د عمل كولو په ذريعه خپل آخرت ښه كړئ.

جنَّت پريښودل د دُنيا د پريښودلو نه زيات مشكل دي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه جنَّت ته د بوتلونكو اعمالو په باره كښے بيان اوريدلو. ياد ساتئ! د ژوند تيرولو د پاره مونږه دُنياوي مُعامَلاتو سره تړلي يو، خو په مونږ كښے او د الله پاك په نيكو بندګانو كښے ډير فرق دے، هغوئي به هُم اُوده كيدل او مونږ هُم اُوده كيږو، هغوئي به هُم نكاح كوله او مونږه هُم نكاح كوو، او نور داسے ډير كارونه، خو هغوئي به دا هر څه د الله پاك د رضا د پاره په ښو ښو نِيَّتونو كول او مونږه دا كارونه د دُنيا د پاره كوو. ياد ساتئ چه دا دُنياوي معاملات د دِين نه جُدا نه دي خو هُم دا هر څه ګنړل، دا ضرور د ديني تعليماتو نه جُدا كيدل دي.