Book Name:Jannat ke Qeemat

جنَّت ته به څوك ځي؟

     د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه الله تعالٰى راضي كړے وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي څوك چه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو عاشق وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه نيك اعمال كړي وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي د چا په زړه كښے چه د صحابه كرامو او اهلِ بيتو عَلَیهِمُ الرِّضوَان او اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الرَّحمة محبت وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي د چا په زړه كښے چه خوفِ خُدا وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه خپل اندامونه د ګناهونو نه بچ ساتلي وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه د شريعت په حكمونو عمل كړے وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه د الله پاك او د بندګانو حقونه ادا كړي وي،

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    (3) د لمُونځ اَهَمِّيَّت

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! جَنَّت ته بوتلونكو اعمالو كښے يو اهم ترين عمل پينځه وخته لمُونځ ادا كول هم دي.  اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ ٭ لمُونځ يو عظيم عبادت دے، ٭ لمُونځ جنَّت ته بوتلونكے عمل دے، ٭ لمُونځ د مومِن د پاره مِعراج دے، ٭ لمُونځ نُور دے، ٭ دوه ركعاته لمُونځ د دُنيا او څه چه په دے كښے دي د دے ټولو نه بهتر