Book Name:Jannat ke Qeemat

او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                     جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مے دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د خوشبو سنتونه او آداب

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه! د خوشبو يو څو سنتونه او آداب واورو: اوَّل دوه فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: (1) خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: ما ته ستاسو په دُنيا كښے درے څيزونه محبوب دي: خوشبو، ښځے او زما د سترګو يخ والے لمُونځ جوړ كړے شوے دے. ([1]) (2) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څلور څيزونه د انبياء عَلَيْهِــمُ السَّلام په سُنَّتو كښے داخل دي: نكاح، مسواك، حيا او خوشبو. ([2]) ٭ خوږ آقا صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خوشبو تحفه نه رد كوله.([3])  ٭   د جُمعے د لمَانځه د پاره خوشبو لګول مُسْتَحَب دي. ([4]) ٭    په لمَانځه كښے د ربِّ كريم نه مُناجات دي نو د هغے د پاره زينت كول او خوشبو لګول مستحب دي. ([5])  ٭ خوږ آقا صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه ښكلي خوشبو استعمالوله او د دے به ئے نورو ته هُم تلقين


 

 



[1]نسائی، کتاب عشرۃ النسآء، باب حب النسآء،ص۶۴۴،حدیث:۳۹۴۵

[2] مشکاۃ، کتاب الطہارۃ،باب السواک،۱/۸۸، حدیث:۳۸۲

[3] سنتیں اور آداب ،ص۸۵

[4] بہار شریعت ۱/۷۷۴،حصہ ۴ملخصاً

[5] نیکی کی دعوت ،ص۲۰۷