Book Name:Jannat ke Qeemat

ده. (تاریخ دِمشق لابن عساکِر ج ٤٨ ص ۳۲۳ مُلَخَّصاً)

د صُلْحُ كولو آداب

      د  صُلْحُ په آدابو كښے دا هُم دي چه د صُلْحُ په وخت كښے د خپل حيثيت مطابق څه تُحفه هُم وركړے شي. هغهته ملاقات د پاره ورمخكښے كيدل پكار دي، كه چرے مخامخ درشي نو لاس ملاوولو كښے تاسو ور وړومبے شئ، دغسے د صُلْحُ كولو په آدابو كښے دا هُم دي چه تاسو د هغه كور ته ورشئ، پستے پستے او د مَحبَّت خبرے ورسره اوكړئ. الله پاك دِ د شريعت په حُدودو كښے اوسيدلو سره سره مونږ ته مسلمانانو سره د صُلْحُ كولو او د يو بل نه خفه مسلمانانو په مينځ كښے د صُلْحُ كولو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے عاشقانِ رَسُول! مونږه د جنَّتي محل د قيمت په باره كښے بيان اوريدلو. راځئ! چه د جنَّت يو څو ايمان تازه كوونكي جهلكيانے واورو، چنانچه

د جنت جهلكيانے

     اَميرِ اهلسنت حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خپل مشهور كتاب ”فيضانِ سُنَّت“ دويم جلد باب ”غیبت کی تباہ کاریاں“ صفحه 98 كښے ليكي: ٭ كه د جنَّت صرف يو د نُوك همره څيز دُنيا كښے ښكاره شي نو ټول آسمانونه او زمكه به په هغے ښائسته شي، ٭ كه د جنَّـتي كس يو بنګړے راښكاره