Book Name:Jannat ke Qeemat

د روژے، لـمانځه او صدقے نه افضل عمل

    چنانچه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: آيا زه تاسو ته د روژے، لمُونځ او صدقے نه افضل عمل اُونه ښائم؟ صحابه كرامو عَلَیهِمُ الرِّضوَان عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ضرور ئے اوښائے. ارشاد ئے اوفرمائيلو: هغه عمل د خفګان لرونكو په مينځ كښے صُلْحُ كول دي ځكه چه خفګان لرونكو كښے كيدونكے فساد خير كټ كوي.([1])

     ياد ساتئ! په مسلمانانو كښے هغه صُلْحُ كول جائز دي كومه چه د شريعت په دائره كښے وي او داسے صُلْحُ چه حرام حلالوي او حلال حراموي هغه جائزه نه ده، څنګه چه د حضرت ابوهُريره نه رَضِیَ الله عَنْه روايت دے چه: حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: د مسلمانانو په مينځ كښے صُلْحُ كول جائز دي خو هغه صُلْحُ (جائز نه ده) كومه چه حرام حلال كړي يا حلال حرام كړي. ([2])

     راځئ چه د داسے صُلْحُ په باره كښے يو څو مثالونه واورو: مَثَلًا ٭ د دوو ښځو د خاوند د يوے ښځے سره داسے صُلْحُ كول چه هغه به د خپلے بلے ښځے خوا ته نه ورځي. يعني داسے صُلْحُ جائز  نه ده. ٭ مقروض مسلمان به قرض خوا ته سُود وركوي (داسے صُلْحُ جائز  نه ده.) (مِراٰةُ الْمَنَاجِيح ج ٤ ص ٣٠٣  مُلَخَّصاً) ٭  دغسے چه څوك خپلے ښځے ته درے طلاقه وركړي او بعضے د دِين نه ناخبره مشران ورته وائي چه خير دے صُلْحُ اوكړئ تاسو نه غلطي شوي وه، حالانكه درے طلاقو نه پس هغه ښځه په هغه سړي حرامه وي. (داسے صُلْحُ جائز  نه ده.) ٭ يا چا ته د صلح د پاره دا شرط وړاندے كول چه خپل سكه ورور يا خور سره تَعَلُّق ختم كړه (داسے صُلْحُ جائز  نه ده.) ٭ دغسے


 

 



[1] ابو داؤد، کتاب الادب،باب فی اصلاح  ذات البین، ۴ / ۳۶۵ ، حدیث : ۴۹۱۹

[2] ابوداؤد،کتاب الاقضیۃ، باب فی الصلح، ۳/۴۲۵، حدیث:۳۵۹۴