Book Name:Jannat ke Qeemat

خفه شوے كس راضي شو

اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ارشاد فرمائي: بعضے وخت د غمرازئ او تَعزِيَّت په دُنيا كښے هم فائدے ښكاره كيږي، چنانچه دا د هغه وخت خبره ده چه په كومو ورځو كښے زه په نُور مسجد كاغذى بازار كراچئ كښے امام ووم، يو اسلامي ورور مخكښے ما ته ډير نِزدے وو او بيا را نه لږ لرے اوسيدل شروع شو خو ما ته د دے اندازه نه وه، يوه ورځ د سحر د لمَانځه نه پس ما ته د هغه د والد صاحب د وفات خبر راغے، مړي ته ئے لا غُسل هم نه وو وركړے چه زه فوراً د هغه كور ته ورغلم، دُعا او فاتحه مے اوكړه، په جنازه كښے ئے شريك شوم او مقبرے ته ورسره لاړم او په دفن كولو كښے وړاندے وړاندے ووم، د دے فائده زما د سوچ نه هم زياته اوشوه، هغه اسلامي ورور پخپله اووئيل چه: زه ستاسو په باره كښے يو كس بدګُمانه كړے ووم، زه د هغه په خبرو كښے راغلے ووم او ستاسو نه به مے ځان لرے لرے ساتلو، او چه كله به مے تاسو اوليدلئ نو پټيدلم به، خو زما د والد صاحب په مرګ كښے ستاسو د همدردئ نه ډك انداز زما زړه بدل كړو، كوم سړي چه زه ستاسو نه بدګُمانه كړے ووم هغه زما د پلار مرحوم جنازے له هم رانغلو.

 د دے واقعے 35 كاله اوشو، هغه اسلامي ورور نن هم زما سره ډير محبت كوي، ډير اثر والا دے، تنظيمي طور باندے هم كار كوي، ګيره ئے هُم پريښودي ده، زما پير