Book Name:Jannat ke Qeemat

كښے هُم واورو: لـمونځ كول، روژه نيول، زكوٰة وركول، حج كول، د نفلونو كثرت كول، رښتيا وئيل، مسلمانانو باندے طعام خوړل، حُسنِ سُلوك كول، عِلمِ دِين زده كول، نورو ته عِلمِ دين ښودل، د نيكئ حُكم كول، بدئ نه منع كول، د يو بل حقونه پوره كول وغيره

     (1) تعزيت كول

      تعزيت كول يعني مصيبت كښے اخته سړي ته د صبر تلقين كول يو ډير ښكلے او جنَّت ته بوتلونكے عمل دے، چنانچه

    د حضرت جابِر رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چه رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چه يو غمژن ته تَعزِيَّت (يعني غمرازي) اوكړي الله پاك به هغه ته د تقوٰى لباس ور اغوندي او د روحونو په مينځ كښے به د هغه په رُوح رحم فرمائي او څوك چه په مصيبت كښے اخته كس ته تَعزِيَّت اوكړي الله پاك به هغه ته د جنَّت د جوړو نه دوه داسے جوړے ور اغوندي چه د هغے قيمت [پوره]دُنيا هُم نه شي كيدے. ([1])

     لِهٰذا مونږ له پكار دي چه مونږه هم مسلمانانو ته تَعزِيَّت كوو او جنَّت كښے خپله حِصَّه حاصله كړو. راځئ په دے ضِمن كښے د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ يوه د ايمان نه ډكه واقعه واورو: چنانچه


 

 



[1] معجمِ اوسط،۶/۴۲۹ ،حدیث:۹۲۹۲