Book Name:Jannat ke Qeemat

څوك د صُلحُ د پاره په يو ګناه كولو باندے مجبوره كول چه دا ګناه اوكړه. (داسے صُلْحُ جائز  نه ده.) مثال: چه اولاد يا نور خپلوان يو كس ته وائي چه د واده په پروګرام كښے به د سندرو او ګډاګانو ميوزيكل شو كوئ، يا به پكښے سندرے غږوئ، او بيا هغه كس دا سوچ اوكړي چه په اسلام كښے خو د صُلْحُ ډير زيات اَهَمِّيَّت دے او دغسے د هغوئي خبره اومني نو داسے صُلْحُ جائز  نه ده. بلكه داسے صُلْحُ كول ناجائز حرام او جَهنَّم ته بوتلونكے كار دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! صُلْحُ [يعني خپل مينځ كښے روغه] كولو كښے د دُنيا او آخرت بيشميره فائدے دي، په صُلْحُ كولو الله پاك او د هغه رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي كيږي، په صُلْحُ كولو بنده د جَهنَّم نه بچ كيږي او جَنَّت ته داخليږي. په صُلْحُ كولو شيطان خفه كيږي. په صُلْحُ كولو د خفه مسلمانانو زړونه خوشحاليږي، په صُلْحُ كولو د مسلمانانو خپل مينځ كښے مَحبَّت زياتيږي، او دغسے په صُلْحُ كولو بنده د ډيرو دُنياوي پريشانو او مصيبتونو نه هُم بچ كيږي.

      خو افسوس د دومره بيشميره فائدو باوجود مونږه د شيطان په جال كښے اونښلو او د صُلْحُ طرف ته ځو، حالانكه د صُلْحُ كولو په باره كښے به زمونږ د اسلافو څنګه طرزِ عمل وو، راځئ چه د هغے يو څرك واورو:

جَنَّت ته د ورور نه د مخكښے نه تللو خواهش

      حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي چه: رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: د يو مسلمان د پاره جائز نه دي چه هغه د خپل ورور سره د درے شپو نه زيات قطعِ