Book Name:Jannat ke Qeemat

مونږ صُلْحُ ولے نه كوو

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د امام حسن او امام حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا د دے حِكايت نه مونږ ته سبق حاصلو پكار دي.

      مونږ ته غور كول پكار دي چه مونږه د خپلو مسلمانانو ورونړو سره ولے صُلْحُ (يعني روغه) كولو د پاره نه ورمخكښے كيږو؟ آيا داسے كولو كښے چرے مونږه خپله بے عزتي خو نه ګنړو، بلكه بعضے وخت خو بل زمونږ سره صُلْحُ كولو د پاره رامخكښے كيږي خو مونږ ترينه په شا كيږو، داسے بالكل مناسب نه دي بلكه مونږ ته پكار دي چه د الله پاك د رضا او ثواب حاصلولو د پاره هِمَّت اوكړو او د ثواب ګټلو موقع نه ضائع كوو.

    اوس يو حديث په ډير غور سره واورئ چه زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دے باره كښے زمونږه څنګه تربِيَّت فرمائيلے دے چنانچه:

      زمونږ د ځانونو نه هُم په مونږ ګران آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل وفاتِ ظاهري په ورځو كښے په عامه اِجتِماع كښے دا اعلان اُوفرمائيلو چه: كه زما په ذِمّه د چا قرض وي، كه ما د چا ځان او مال او عِزَّت ته تكليف رسولے وي نو زما ځان او مال او عِزَّت حاضر دي، ”په دے دُنيا كښے دِ را نه بدل واخلي. په تاسو كښے دِ څوك دا انديښنه نه كوي چه كه چا زما نه ئے بدل واخستلو نو ګني زه به خفه شم، دا زما شان نه دے. ما ته دا اَمر ډير خوښ دے چه كه د چا حق زما په ذِمّه وي نو هغه دِ زما نه وصول كړي يا دِ ما مُعاف كړي.

بيا ئے اُوفرمائيل: اے خلقو! په چا چه څه حق وي هغه ته پكار دي چه هغه ادا كړي او دا فِكر دِ نه كوي چه رُسوا به شي ځكه چه د دُنيا رُسوائي د آخرت د رُسوائي نه ډيره آسانه