Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq
مزدورانو باندې د محنت کولو او د اُجرت خوړلو) پيښې پۀ زرګونو کښې نۀ بلکې پۀ لکونو کښې دي۔ چا شاعر وئيلي وو:
شہر میں مَزْدُور جیسا دَر بَدَر کوئی نہیں جس نے سب کے گھر بنائے، اس کا گھر کوئی نہیں
دا حقيقت دے، تاسو پۀ ښارونو کښې وګرځئ، تاسو ته به غټې غټې ودانۍ پۀ نظر راشي، غټې غټې بنګلې، قلعه ګاني به وينئ، د دې غټو غټو ودانو د جوړولو د پاره چې چا محنت کړے وي، پۀ اوګو باندې يـې خختې وړې وي، جامې يـې پۀ خاورو او خَټو باندې ګنده کړې وي، د هغوئي کوڅو ته لاړ شئ نو واړۀ واړۀ کورونه، ژړيدونکي ماشومان، ساړۀ پراتۀ نغري به پۀ نظر راځي۔ چا ډير پۀ سادګۍ سره د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض کړے دے :
تُو تَو خَالِق ہے، تجھ سے کیا پَرْدَہ کل سے بچوں نے کچھ نہیں کھایا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا حقيقت دے، پۀ دي ترقي يافته وخت کښې هم د خواري کښو داسې حالات دي، واقعي چې شته، مونږ ته به پۀ خپلو ښارونو، کلو کوڅو کښې پۀ زرګونو داسې سپين رعبي ميلاؤ شي څوک چې شپه ورځ محنت کوي او وَچه سَړۀ ډوډۍ خوري او ګزاره پرې کوي۔
خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِسلام يو کامِل او اَکمل دِين دے، لوئي لوئي فلسفيانو چې د پيړو راسې د سوچ کولو باوجود هم کوم کار ونکړے شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دِينِ اِسلام د نن نه څوارلس نيمه سوه کاله مخکښې د مزدورانو، اجيرانو او د خواري کښو حقونه ښودلي وو۔
مونږه اوس د بخاري شريف پۀ حوالې سره د حضرت اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واقعه واوريدله، پۀ دې کښې د يو غُلام ذِکر دے، دا پۀ ذِهن کښې ساتئ چې مزدور بيل وي او غلام بيل وي، پۀ مزدور او پۀ غُلام کښې د زمکې او د اسمان فرق دے، مزدور يو