Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq
چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حديثِ پاک پۀ مشهور کتاب بُخاري شريف کښې يو ډير ښکلے روايت دے، زۀ هٰغه روايت د لږ وضاحت سره تاسو ته بيانووم: حضرت مَعرُور بن سُوَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما د صحابئ رسول حضرت اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د زيارت سعادت نصيب شو، د هغوئي سره د هغوئي غُلام هم وو، انداز يـې داسي وو چې حضرت اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاندې د کم قيمت والا جامې اغوستې وې، بره يـې پرې يو قيمتي څادر اچولے وو، بالکل هم داسې جامې د هغوئي د غلام هم وې، هغۀ هم لاندې کم قيمت والا جامې اغوستې وې او د پاڅه يـې پرې قيمتي څادر اچولے وو۔ دا ناشنا انداز چې مې وليدو نو عرض مې وکړو: اے ابو ذَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ! دا خو هم کيدے شو چې تاسو د دواړو قيمتي څادرو نه خپلې بهترينې جامې جوړې کړے وے او کم قيمت والا چې کومې جامې دي، هغه مو غلام ته اچولے وے (داسې به ستاسو بهترينې جامې هم جوړې شوې وے او د آقا او غلام پۀ مينځ کښې به فرق هم وے)۔ دا پوښتنه چې يـې واوريدله نو حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل تير وخت يوه واقعه بيان کړه (يعنې هٰغه زمانه کله چې حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لا د نبيانو د سلطان، رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه تربيت حاصلولو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه يـې آداب او اخلاق زده کول، هغوئي د هٰغه ورځو خبره وکړه)، اوئې فرمائيل: يو کَس وو، يو ځل زما د هغۀ سره څۀ بحث وشو نو ما هغۀ ته ووئيل: اے د تورې مور زويه! (يعنې د هغۀ مور د تور رنګ والا وه نو ما هغۀ له دا پيغور ورکړو)۔ کله چې خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې خبرې نه خبر شو نو