Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq

Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq

امام زين العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: ما د الله پاک د رضا د پاره تۀ معاف کړې۔ وينزې د آيت مبارک بله حصه ولوستله:

وَ اللّٰہُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِینَ (۱۳۴)ۚ

(پاره: 4، سورۀ ال عمران:134)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او اللہ نیکو خلقو سره محبت فرمائي۔

امام زين العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: ځه ! تۀ د الله پاک د رضا د پاره ازاده يـې۔ ([1])

عزت مند څوک؟

الله پاک دې مونږ ته هم توفيق راعطا کړي، د معاف کولو عادت جوړول پکار دي، څوک چې معاف کول کوي، هغۀ معاف کړے کيږي۔ حضرت موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام  عرض وکړو: اے ربِّ کريمه! ستا پۀ نزد کوم يو بنده د ټولو نه عزت والا دے؟ اوئې فرمائيل: هغۀ کوم چې د بدلې اخستو د طاقت لرلو باوجود معاف کول کوي۔ ([2])

د معاف کولو والا بے حسابه بخښنه

د حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: د قيامت پۀ ورځ باندې به اعلان کولے شي: د چا اَجر چې د الله پاک پۀ ذِمّۀ کرم باندې دے هغوئي دې پاڅي او جنَّت ته دې داخل شي۔ پوښتنه به وکړے شي: د چا د پاره اَجر دے؟ اعلان کوونکے به وائي: د هٰغه خلقو د پاره کوم چې معاف کوونکي دي۔ نو پۀ زرګونو خلق به ودريږي او بغير د حساب نه به جنَّت ته داخل شي۔ ([3])

الله پاک دې مونږ ته د خواري کښو خلقو، د مزدورانو، خادمانو، اجيرانو او د غريبانانو


 

 



[1]... ابن عساکر، علی بن الحسین، جلد:41، صفحہ:387۔

[2]... شُعَبُ الْاِیمان ، باب حسن ا؛ خلق، فصل فی ترک الغضب...الخ، جلد:6، صفحہ: 319، حدیث:8327 ۔

[3]... معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:542، حدیث:1998۔