Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq

Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq

ده (يعنې د هغۀ حالت داسې دے چې دُعا وکړي نو قبوله به شي) هغۀ د اسمان طرف ته لاس پورته کړي او يا رَبّ! يا رَبّ! وائي (دُعا کوي) خو حالت يـې دا دے چې د هغۀ رزق حرام، څښل حرام، جامې حرامې او خوراک حرام دے نو بيا به د هغۀ دُعا څنګه قبوله شي! (يعنې که د دُعا د قبليدو خواهش وي نو حلاله پيشه اختيار کړه) ([1]) (2): پۀ خلقو باندې به يوه زمانه داسې راځي چې انسان به پروا هم نۀ کوي چې هٰغه څيز هغۀ د چرته نه حاصل کړے دے، د حلالې طريقې نه که د حرامې طريقې نه ([2]) (3): کوم بنده چې حرام مال حاصلوي اګر که * هغه صدقه کړي نو قبول نۀ دے * که لګوي يـې نو پۀ هغې کښې د هغۀ د پاره برکت نشته * او که د خپل مرګ نه پس يـې پريږدي نو دوزخ ته د تللو ذريعه ده۔ الله پاک پۀ بدئ  سره بدي  نۀ ختموي، آؤ پۀ نيکۍ باندې بدي  ختموي، بے شکه نا پاکه نا پاک نۀ ختموي ([3])  (4): چا چې عيب داره څيز خرڅ کړو او عيب يـې ظاهر نۀ کړو، هغۀ هميشه د الله پاک پۀ ناراضګۍ کښې دے يا يـې وفرمائيل چې هميشه فرښتے پۀ هغۀ باندې لعنت وائي۔ ([4])

 دوه اهمې شرعي مسئلې

دوه اهمې شرعي مسئلې پۀ ذِهن کښې کښينوئ! او پۀ دې باندې پوره پوره عمل وکړئ:

(1): اَجِیر او مُستَاجِر (یعنې چا ته چې پۀ اِجاره باندې څوک ساتل دي) پۀ دې دواړو باندې د اِجارې احکام زده کول فرض دي۔ ([5])

د دې يوه بهترينه طريقه خو دا ده چې پۀ بهارِ شريعت، جلد: 3، حصه: 14 باندې د


 

 



[1]... مسلم، کتاب الزکاۃ، باب قبول الصدقۃ...الخ، صفحہ:364، حدیث:1015۔

[2]... بخاری، کتاب البیوع، باب من لم یبال ...الخ، صفحہ:538، حدیث:2059۔

[3]... مسند امام احمد، جلد:2، صفحہ:505، حدیث:3744۔

[4]... ابن ماجہ، کتاب التجارات، باب من باع عیبا فلیبینہ، صفحہ:359، حدیث:2247۔

[5]... حلال طریقے سے کمانے کے 50 مدنی پھول، صفحہ:4۔