Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein
معلومه شوه چې کله مصيبت راشي، پريشاني راشي، درد او غم راشي نو دې امتحان کښې به کاميابي څنګه ميلاويږي؟ د شور کولو سره نه، د چغو او سورو کولو سره نه، په پريشانو د ژړلو سره نه بلکه په دې امتحان کښې د صبر کولو سره، د الله پاک په رضا باندې د راضي کيدو سره نصيب کيږي.
چپ رِہ سیں تاں موتی مل سَن، صبر کرِیں تاں ہیرے
پاگلاں وانگوں رولا پاویں نہ موتی نہ ہیرے
وضاحت: چې چپ پاتې شې نو لعلونه به ميلاويږي، چې صبر اوکړې نو ملغلرې به ميلاويږي او که د ليونو په شان شور کوې نو که د مصيبت نه خلاصيږې او که نه، د لعلونو او ملغلرو (يعنې د آخرت د ثواب نه به ضرور) محرومه شې.
راځئ! په دې باندې ځان پوهه کړئ چې صابر [يعني صبر كوونكے] چا ته وئيلے شي، الله پاک فرمائي:
الَّذِیۡنَ اِذَاۤ اَصَابَتۡہُمۡ مُّصِیۡبَۃٌ ۙ قَالُوۡۤا اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّاۤ اِلَیۡہِ رٰجِعُوۡنَ (۱۵۶)ؕ (پارہ:2، سورۂ بقرہ:156)
مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: هغه خلق په کومو باندې چې کله څه مصيبت راشي نو وائي: مونږه د الله يو او مونږه د هغه په لور ګرځيدونکي يو.
سُبْحٰنَ اللّٰہ! دا دي په حقيقت کښې صبر کوونکي چې کله په هغوئي باندې څه سخته، څه پريشاني راشي نو چغې سورې نه وهي، ګيلې شکوے نه کوي بلکه وائي: اِنَّا لِلّٰہِ وَاِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُون بے شکه مونږ د الله يو او د هغه په لور بيرته تلل دي.