اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein

Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein

حاضريدل دي، د خپل هر يو عمل جواب به ورکول وي، که دا پوخ ذهن جوړ کړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! زمونږه کردار به هم ښه شي، اخلاق به مو هم ښه شي، د ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن به هم جوړ شي، په نيکو کښې به زړه هم اولګي او که الله پاک اوغوښتل نو دُنيا او آخرت به ښه شي. الله پاک دې مونږ له د اِنَّا لِلّٰہِ وَاِنَّا اِلَیْہِ رٰجِعُوْن نه د ميلاويدونکو سبقونو په ذهن کښې د کښينولو، معنې ته د توجه ساتلو سره د دې د لوستلو او په دې باندې د عمل کولو توفيق راکړي.

اٰمِين بِجَاهِ خَاتَمِ النَّبِيّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّم

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته وار اجتماع

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په زړه کښې د مدينے د عشق زياتولو، د يادِ مدينه، ذِکرِ مدينه کولو، د ګناهونو او د فضولياتو نه د بچ کيدو، د ښه، او با مقصده، د سنتو نه د ډک او نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين و دنيا بے شميره خيرونه نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع هم ده.

             اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هر زيارت په ورځ د دعوتِ اسلامي هفته واره د سنتو نه ډکه اجتماع کيږي، چې پکښې تلاوت، نعت، بيان، ذِکر او دعا کيږي او په آخره کښې د زده کولو ښودلو حلقے هم لګولے شي، داسې د هفته وارې اجتماع په ذريعه د نيکو ګټلو او د عِلمِ دين حاصلولو پوره موقع ميلاويږي، تاسو هم پوخ نيت اوکړئ چې اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هر زيارت په ورځ به په پابندئ سره پخپله هم په هفته واره اجتماع کښې شرکت کووم او د نيکئ د دعوت ورکولو سره به نور هم د ځان سره بوځم.