Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein
کيښودو.[1] راوي وائي: د دوئي حضرت عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په اولاد کښې ډير لوئے لوئے عالِمَان پيدا شول، داسې د دوئي د دې بے مثاله صبر دوئي ته بهترينه بدله عطا شوه، ځوي ورته هم ميلاؤ شو او د هغوئي کور د علماؤ نه ډَک شو.[2]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! الله پاک ډير بے نيازه دے، هغه ورکوونکے دے، كه مونږه د هغه په حکم باندې عمل اوکړو، د هغه په رضا باندې راضي اوسو، که مصيبت راشي، پريشاني راشي، سخته راپيښه شي نو صبر اوکړو، اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن اولولو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په مصيبت کښې به آساني ميلاؤ شي، ډير ثواب به مو اوشي او که الله پاک اوغوښتل نو په بهترينه بدله كښې به عطا را كړے شي.
په هر مصيبت باندې اِنَّا لِلّٰہ لولئ!
دلته عام طور د خلقو ذهن دا جوړ شوے دے چې صرف د چا په وفات باندې اِنَّا لِلّٰہ لوستل وي، بعضې ځل په يوه موقع باندې چې اِنَّا لِلّٰہ اولولې نو خلق د حيرانيدو سره پوښتنه کوي: څه اوشو؟ څوک وفات شو؟ ياد ساتئ! دا مبارکه کلمه صرف د چا په وفات يا په څه غټ مصيبت باندې نه لوستلے کيږي، په هر قِسمه سخته او پريشانئ کښې لوستلے کيدے شي. ځکه چې کله هم ناروغي، قرضداري، بے روزګاري يا څه بَل څه آفت راشي، څه څيز ورک شي، د چا په خبره اوريدو باندې خفګان ميلاؤ شي، څوک مو اووهي، زړه خفه شي، تيندک اوخورئ، ګاډے خراب شي، ټريفک جام شي، په کاروبار کښې نقصان اوشي، د لاس نه دې څه څيز پريوځي، جامې په څه څيز کښې اونخلي او