Share this link via
Personality Websites!
هغه انجام ښه کوي او هغه له داسې بدله ورکوي په کومه چې هغه راضي کيږي.[1]
په يو حديث شريف کښې دي: ”په کوم مسلمان باندې چې څه مصيبت راشي او هغه د الله پاک د حکم مطابق اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّا اِلَیْہِ رٰجِعُوْن (اووائي او دا دعا اوکړي) اللّٰہُمَّ أَجُرْنِیْ فِیْ مُصِیْبَتِیْ وَاَخْلِفْ لِیْ خَیْرًا مِّنْہَا يعنې اے الله! زما په دې مصيبت باندې ما له اجر راکړې او ما ته د دې نه بهتره بدله عطا کړې“ نو الله پاک به هغه ته د دې نه بهتر عطا کړي.[2]
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: دا عمل ډير مُجَرَّب (تجربه شوے) دے. چې په وفات شوي مړي او ورک شوي څيز هر څه باندې دې اووئيلے شي خو د کوم ورک شوي څيز د ميلاويدو چې طمع وي په هغې باندې دې درٰجِعُوْنَ پورې اووائيلے شي او د څه نه چې مايوسه شوے وي په هغې باندې دې پوره اولوستلے شي، خو ضروري دا ده چې په ژبه باندې دا الفاظ وي او په زړه کښې صبر وي.[3]
د ځوي په وفات باندې بے مثاله صبر
حضرت بي بي اُمِّ سُليم رَضِىَ اللهُ عَـنْها صحابيه ده. په رشته کښې د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترور [د مور خور] کيدله، ډيره نيکه، پرهيزګاره، صبر کوونکې او شکر کوونکې زنانه وه، د هغې يو ځوي وو: اَبُو عُمَير. اولاد په ټولو ګران وي، د هغوئي هم د حضرت ابو عُمَير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره ډيره مينه وه، خاص طور د هغوئي د والد حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل ځوي سره ډيره مينه وه، د خدائے شان وو چې يو ځل حضرت ابو عُمَير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ناروغه شو او بيماري ورځ په ورځ زياتيدله.
ځوي خو ئې بيمار وو، دې سره سره حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د ځوي په غم غمژن کيدلو، خو قربان شم! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د نيکئ سره محبت صد مرحبا...!! په کور کښې ئې ځوي بيمار وو، د دې باوجود به حضرت ابو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami