Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein
حقيقي مسلمان هر وخت تيار اوسي چې د اسلام په خاطر او څه قسمه قرباني هم ورکيدے شي او د دِين د سر لوړئ د پاره د ژوند ورکولو سره شهيد کيدے هم شي.
حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو غير مسلمه اسلام قبول کړو، (د الله پاک شان ته ګوره چې د مسلمانيدو نه پس) د هغه نظر په تللو شو، په مال او دولت کښې ئې هم کافي نقصان اوشو، اوس هغه پوهه شو چې دا مَعَاذَ الله! د اسلام قبلولو نحوست دے، هغه په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: زما نه اسلام بيرته واخلئ! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اسلام خو واپس نشي اخستے کيدے. هغه اووئيل: د دې دِين د قبلولو نه وروستو ما هيڅ خير اونه موندو، زما د سترګو نظر لاړ، په مال او دولت کښې مې هم کافي نقصان اوشو، په دې باندې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے انسانه! لکه څنګه چې اور د سرو زرو او د سپينو زرو نه زنګ لرې کوي، هم داسې اسلام خلق پاک او صفا کوي.[1]
معلومه شوه چې په مسلمان هم ازميښتونه راځي بلکه د غير مسلمو په نسبت په مسلمانانو باندې ډير ازميښتونه راځي، ولې راځي؟ دې د پاره چې مونږ ګنهګاران وينځلے شو [يعني پاک کړے شو]، زمونږ د زړه نه خِيرے لرې شي او مونږه د دننه نه د پاک صفا کيدو سره د جنت حقداران جوړ شو.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا خو ټاکلې ده چې په دنيا کښې ازميښتونه، مصيبتونه او مشکلات راځي، ځکه مونږ له پکار دي چې د دې نه د لرې تښتيدو په ځائے، دې ته