Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein
له صبر ضرور کول پکار دي، ځکه چې کله هم څه سخته، پريشاني يا مصيبت راشي نو د شور کولو، د خپلو جامو شلولو، ويښتو راشوکولو، غوغا کولو په ځائے د صبر کولو سره اِنَّا لِلّٰہِ وَاِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن لولئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ډير زيات ثواب به مو کيږي.
د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د مصيبت په وخت اِنَّا لِلّٰہِ وَاِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن لوستل د الله پاک د رحمت ميلاويدو ذريعه ده.[1]
په دنيا او آخرت کښې د سعادت مند جوړيدو نُسخه
حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: 5 عادتونه داسې دي چې څوک هم دا اختيار کړي هغه په دنيا او آخرت کښې سعادت مند کيږي (1) وخت په وخت، لَآ اِلٰہَ اِلَّااللّٰہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰہِ صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم وائي (2) چې کله په څه مصيبت کښې ګير شي (مثلاً بيمار شي يا نقصان اوشي يا د پريشانئ خبر واوري) نو اِنَّا لِلّٰہِ وَاِنَّا اِلَیْہِ رٰجِعُوْن او لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلاَّ بِاللّٰہِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْم وائي (3) او کله چې ورته هم څه نعمت ميلاو شي نو په شکرانه کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْن وائي (4): کله چې يو جائز کار شروع کوي نو بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لولي او (5) کله چې ګناه اوکړي نو داسې وائي چې اَسْتَغْفِرُ اللّٰہَ الْعَظِیْمَ وَ اَتُوْبُ اِلَیْہِ (يعنې زه د عظمت والا الله پاک نه بخښنه غواړم او د هغه په لور توبه کووم.) [2]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اولګوئ! دا څومره آسان آسان کارونه دي، وخت په