Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein
وخت کلمه طيبه لوستل، چې کله هم څه پريشاني راشي نو اِنَّا لِلّٰہ وئيل دي، په نعمت ميلاويدو باندې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ وئيل دي، د هر جائز کار نه مخکښې بِسْمِ اللّٰہ وئيل دي او الله دې نه کړي که ګناه اوشي نو اِستِغفار لوستل دي، د دې برکتونه به څه وي؟ بنده به په دنيا او آخرت کښې سعادت مند شي.
وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا
ہم مفلس کیا مول چُکائیں؟ اپنا ہاتھ ہی خالی ہے[1]
د اِنَّا لِلّٰہ په برکت باندې به په جنت کښې بيتُ الحمد ميلاؤ شي
حضرت اَبُو سِنَان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما ځوي سِنَان وفات شو، کله چې مونږ هغه دفن کړو، هغه وخت حضرت ابو طلحه خولاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر په غاړه ولاړ وو، د خخولو نه وروستو چې کله خلق لاړل، ما هم کور ته د تللو اراده اوکړه نو هغوئي زما لاس اونيولو او ما له ئې د تسلئ راکولو سره اوفرمائيل: اے ابُو سِنانه! زه تاسو له يوزيرے درکړم؟ ما ته ضحّاک حديث اووئيلو چې د الله پاک د آخري نبي،رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشادِ پاک دے: کله چې د انسان ځوي وفات شي نو الله پاک د فرښتو نه پوښتنه کوي: آيا تا زما د بنده د ځوي رُوح قبض کړو؟ فرښتې وائي: جي ہاں! الله پاک فرمائي: آيا تا د هغه د زړه ميوه د هغه نه جدا کړه؟ فرښتې وائي: جي ہاں! الله پاک فرمائي: په دې باندې زما بنده څه اووئيل؟ فرښتې وائي: هغه ستا حمد بيان کړو او اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّا اِلَیْہِ رٰجِعُوْن ئې اووئيل. په دې باندې الله پاک فرمائي: زما د بنده د پاره په جنت کښې يو کور جوړ کړه او د هغه