Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

اودريدو او د) الله پاک په بارګاه کښې ئې عرض اوکړو: اے ربِّ کريمه! زه ستا د محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په روضۀ پُرنُور کښې حاضر يم، اے خوږه الله پاکه! اوس خو ما نامراده مه ليږه. غيبي آواز راغلے: اے بنده! مونږه تا ته د خپل محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم در ته د راتللو اجازت هله درکړو کله چې مونږه ستا پاکول منظور کړل، اوس تۀ او ستا سره زيارت کوونکي ټول مغفرت يافته واپس شئ! بے شکه الله پاک ستا نه هم راضي شو او د هغه ټولو نه هُم راضي شو کومو چې د خوږ نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے ديدار اوکړو. ([1])

      سُبْحٰنَ اللہ! دا ده مدينه...!! مدينه بهټئ ده، لکه څنګه چې بهټئ اوسپنه ګرمه کړي او د هغې نه زنګ لرې کړي، هم داسې مدينۀ پاک دلته راتلونکي خلق د ګناهونو نه پاک او صفا کوي.

کوئی مَنْصُور، کوئی بَن کے غزالی آئے      اُن کے دربار سے ہو کر جو سُوالی آئے

اُن کی رحمت کو تَو یہ بات گوارا ہی نہیں     اُن کی چوکھٹ پہ کوئی جائے تو خالی آئے

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!          صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

(5): مدينه ايمان تازه کوي

په بخاري شريف کښې په حديثِ پاک کښې دي، د حضرت ابو هريره رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روايت دے: اِنَّ الْاِيمَانَ لَيَاْرِزُ اِلَى الْمَدِينَةِ كَمَا تَاْرِزُ الْحَيَّةُاِلَى جُحْرِهَا بے شکه ايمان د مدينے په لور راټوليږي لکه څنګه چې مار د سوړې په لور راټوليږي. ([2])


 

 



[1]... روض الفائق، صفحہ:306۔

[2]...  بخاری، کتاب  فضائل المدینہ، صفحہ:498، حدیث:1876۔