Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

د يو مجذوب [ديوانه] نصيحت

      د شيخ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پير صاحب سيدي قطب مدينه مولانا ضياءُ الدين مدني صاحب رَحْمَةُ الله عَلَيْه ډير لوئے ولئ کامل وو، هغوئي ته دا سعادت نصيب شوے وو چې هغوئي 75 کاله په مدينه منوره کښې تير کړل، اوس هم اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په جنت البقيع کښې آرام فرمائي. ([1]) د سيدي قطب مدينه رَحْمَةُ الله عَلَيْه دا معمول مبارک وو چې د هغوئي په کور کښې به محفلِ پاک کيدو، د پاکستان، هندوستان يا نورو ملکونو نه چې به کوم علمائے کرام مدينے منورے ته حاضريدل، هغوئي به هم په دغه محفل پاک کښې بيان فرمائيلو.

يو ځل د پاکستان ډير لوئے عالم دين حضرت علامه منظور احمد شاه صاحب رَحْمَةُ الله عَلَيْه مدينے منورے ته حاضر شوے وو، هغوئي د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ الله عَلَيْه په کور کښې په محفل پاک کښې بيان اوفرمائيلو، په دغه بيان کښې هغوئي خپله يوه واقعه بيان کړه، ډيره د ايمان نه ډکه واقعه ده، اوئې فرمائيل: په مدينۀ پاک کښې چرته چې زه اوسيږم، د هغه ځائے نه مسجدِ نبوي شريف ته په راتللو کښې به ما په لاره کښې يو مجذوب صاحب ليدلو (مجذوب هم د الله پاک ولي او د شريعت پابند وي، په هغوئي باندې د الله پاک محبت دومره غالب شي چې هغوئي د دنيا هوش نه لري، ځکه په ظاهره ديوانه ښکاري).

      خير! علامه منظور احمد شاه صاحب رَحْمَةُ الله عَلَيْه اوفرمائيل: هغه مجذوب صاحب به په لاره کښې ښکاريدو خو کله مې هغوئي ته خاص توجُّه نه وه کړې، ما به هغه يو عام ديوانه ګڼلو او تيريدم به، يو ځل په روضةُ الجَنَّه (د جنت ټکړه يعنې د خوږ آقا، مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...انوارِ قطب مدینہ، صفحہ:337خلاصۃً۔