Share this link via
Personality Websites!
جو آنا ہے تو خُود آئے اَجَلْ عمرِ اَبَد لے کر مدینہ چھوڑ کر اب اُن کا دِیوانہ نَہ جائے گا
بڑی مشکل سے آیا ہے پلٹ کر اپنے مرکز پر مدینہ چھوڑ کر اب اُن کا دِیوانہ نہ جائے گا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
(4): مدينه ګناهونه ورانوونکے ښار دے
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه حديثِ پاک واوريدو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَلْمَدِیْنَۃُ کَالْکِیْرِ تَنْفِیْ خَبَثَہَا وَ یَنْصَعُ طَیِّبَہَا مدينه د بهټئ په شان ده کومه چې د اوسپنې نه خيرے لرې کوي او [چې کوم] ښه [وي هغه] خالص کوي.
د دې حديثِ پاک په شرح کښې علمائے کرامو دا هم ليکلي دي چې کوم مسلمان د زړه نه کلمه اووئيله، د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے عاشق وي خو د نفس د بدئ په وجه ئې ګناه کړې وي، په ګناهونو کولو کولو ئې زړه خيرن شوے وي، هغه که چرې مدينۀ پاک ته راشي نو مدينه منوره د هغه ګناهونه اُووينځي او هغه پاک او صفا کړي. ([1])
اے زائرينو! مغفرت يافته واپس شئ...!!
حضرت حاتِمِ اَصَمّ رَحْمَةُ الله عَلَيْه ډير لوئے او مشهور وليُ الله دے، يو ځل د هغوئي د مدينے منورے د حاضرئ سعادت نصيب شو نو هغوئي روضۀ پُرنُور ته حاضر شول، (د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې ئې سلام عرض کړو، بيا هلته
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami