Book Name:Madinay Ki Barkatain
بعضو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: څوک چې د چا غم ځپلي کَس تعزيت (يعنې غمرازي) اوکړي الله پاک به هغه ته د تقوٰی لباس ور واغوندي، او د روحونو په مينځ کښې به د هغه په روح باندې رحمت فرمائي، او څوک چې د چا غم ځپلي تعزيت (يعنې غمرازي) اوکړي الله پاک به ورته د جنت د جوړو نه داسې جوړے ورعطا کړي چې د هغو قيمت دنيا هم نشي کيدے. ([2])
اے عاشقانِ رَسُول! غمرازي کول د خوږ مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سنت عمل دے * زمونږه آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپلو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د حالاتو نه ځان خبرولو او د ضرورت په وخت به ئې د هغوئي سره غمرازي هم کوله، مثلاً * که څوک به بيمار وو نو د هغه تپوس به ئې کولو * که څوک به په سفر کښې وو نو د هغه د پاره به ئې دعا کوله * که څوک به وفات شو نو د هغه د پاره به ئې د بخښنې دعا کوله. روايت دے چې يو حبشي زنانه يا نارينه به په جُمات کښې جارو