Book Name:Madinay Ki Barkatain
مدينے ته جنت وئيل څنګه دي . . .؟
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مدينه مدينه ده، د مدينۀ پاک څومره ښکلے شان دے، واقعي چې مدينه منوره د عاشقانو جنت دے. دلته دا وضاحت اوکړم چې په مدينه منوره کښې خاص د زمکې هٰغه حصه کومه چې د خوږ مدني آقا صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن مبارک سره لګيدلې ده، يعنې د قبر مبارک دننه حصه دا د جنت نه څه چې د عرشِ اعظم نه هُم غوره ده. ([1])
د زمکې د دې حصے نه علاوه د مدينے منورے باقي زمکې مثلًا د مدينے منورے کُوڅو، د مدينے منورے مقدّس بازار وغيره ته هُم عاشقانِ رسول علمائے کرام او اوليائے کرام جنت وائي. مثلًا د اعلیٰ حضرت خليفه مولانا جميل رضوي رَحْمَةُ الله عَلَيْه ليکي:
مدینے میں ہزاروں جنتیں اُن کو نظر آئیں نظارہ کر تو لیں اک بار رِضْواں میری جنّت کا
داسې ځائے ته جنت وئيلو نه مراد هغه حقيقي جنت نه وي، دا د اهلِ عشق يو ځانګړے مِزاج دے، چې دوئي د خوږ آقا صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د نسبت په وجه مدينے ته جنت وائي او د مدينے طلبګار هُم وي.
کوئی جائے گا دوزخ کو، کوئی جنّت میں پہنچے گا مدینے کی طرف دوڑے گا دِیوانہ مُحَمَّد کا
مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ الله عَلَيْه څه ښکلي ليکي:
سَیْرِ گلشن کون دیکھےدشتِ طیبہ چھوڑ کر سُوئے جنّت کون جائے، دَر تمہارا چھوڑ کر
ایسے جلوے پر کروں میں لاکھ حُورَوْں کو نثار کیا غرض کیوں جاؤں جنّت کو مدینہ چھوڑ کر([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد