Book Name:Madinay Ki Barkatain
داسې ځانګړې ده، داسې ايمان تازه کوونکې ده چې د هغې په برکت ئې ايمان ته بيا تازګي ميلاو شي.
د مدينے د کجورو سره د ايمان تازه کيدل
عظيم عاشقِ رسول، حضرت مُحَدِّثِ اعظم پاکستان مولانا سردار احمد رَحْمَةُ الله عَلَيْه د مدينے منورے سره ډيره مينه لرله، د هغوئي رَحْمَةُ الله عَلَيْه په محفل کښې به اکثر د مدينے منورے ذکر کيدلو، که چرې څوک د مدينے زيارت کوونکے به د هغوئي په خدمت کښې حاضر شو نو د هغه نه به ئې د مدينے منورے د حالاتو پوښتنه کوله، د مدينے منورے د اوسيدونکو عاشقانِ رسول پوښتنه به ئې ترينه کوله او که چرې چا به [د حرمين شريفين] څه تبرک پيش کړو نو ډير په خوشحالئ به ئې قبلولو. يو ځل يو حاجي صاحب د مدينے منورے نه واپس راغلو، هغه کجورې راوړې او حاضر شو او د حضرت مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ الله عَلَيْه په خدمت کښې ئې وړاندې کړې، هغه وخت دورۀ حديث جاري وو (يعنې کلاس لګيدلے وو) او مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ الله عَلَيْه حديث شريف ښودلو، هغوئي د مدينے منورے کجورې ټولو طالب علمانو باندې تقسيم کړې او يوه کجوره ئې د جامې په غاښونو کښې اونيوله، بيا ئې اوفرمائيل: خُرمائے مدينه (يعنې د مدينے کجورې) چې تر څو پورې ويلې کيږي او دننه ځي، ايمان به تازه کيږي. ([1])
ہوائیں آرہی ہیں کوچۂ پُرنورِ جاناں کی کِھلی جاتی ہیں کلیاں، تازگی دِل کو میسر ہے([2])