Book Name:Madinay Ki Barkatain
دا ډير ايمان تازه کوونکے حديثِ پاک دے، علمائے کرام د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: په دې حديثِ پاک کښې آقا صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مدينه کښې ايمان راټوليدو ته د مار سره تشبيه ورکړې ده، يعنې اوئې فرمائيل: لکه څنګه چې مار خپلې سوړې ته ننوځي، هم داسې به ايمان مدينے ته لاړ شي، لږ غور اوکړئ! مار د خپلې سوړې نه بهر راوځي، د خپل ضرورت څيزونه لټوي، خوراک وغيره لټوي، بهر په ګرځيدو ګرځيدو په هغه باندې لـمر لګي، ګرمي ئې اوشي، دوړه پرې پريوځي په دې وجه د هغه څرمن زړه شي، بيا په کال کښې څه موده هغه داسې هم تيروي چې هغه پټ شي، بهر نه راووځي، چې کله د خپل وخت پوره کولو نه پس بهر راووځي نو د هغه پَټ [پوستکے] بدل شوے وي، زوړ پوستکے ئې لرې شي، نوے تازه پړقيدونکے پوستکے پرې راشي.
هُم دا خبره په حديثِ پاک کښې ښودلې شوې ده لکه څنګه چې مار کله خپلې سوړې ته لاړ شي نو د هغه څرمن تازه او پړقيدونکي شي، هم داسې چې کله بنده په دنيا کښې وي، په نورو ښارونو کښې اوسيږي نو په هغه باندې شيطان هم حملے کوي، نفس پرې ګناهونه هم کوي، د دنيادارئ په لور ئې هُم زړه مائله وي، چې له دې وجوهاتو په سبب ئې ايمان کمزورے کيدل شروع شي، بيا د ايمان تازه کولو ضرورت وي او دا تازګي څنګه ميلاويږي؟ اوئې فرمائيل: اِنَّ الْاِيمَانَ لَيَاْرِزُ اِلَى الْمَدِينَةِ ايمان د مدينے په لور راټوليږي. يعنې چې کله عاشقانِ رسول په دنيا کښې اوسيږي، په نورو ښارونو کښې، په خپلو خپلو علاقو کښې اوسيږي، هلته د دوئي د دنيادارو سره هم واسطه راځي، د شيطان سره ئې هم واسطه راځي، نفس ئې هم زخمي کوي، نو د ده ايمان په کمزوري کيدو شي، بيا چې هغه مدينے منورے ته اورسي نو د مدينے منورے آب و هوا