Book Name:Madinay Ki Barkatain
سُنَّت ده، زُلفان سُنَّت نه دي. د دې خبرې د اوريدو سره د اميرِ اهلِسُنَّت خيال هٰغه طرفته ته لاړو چې يو کال مخکښې مسجدِ حرام شريف کښې څه فساديان خلق راغلي وو او د هغوئي غټ غټ ويښته وو هغوئي هلته ډيرې بے ادبيانې کړې وې او په هغه دردناکه پيښه کښې ډير حاجيان صاحبان شهيدان شوي هم وو بيا هغوئي اونيولے شو او ووژلے شو، يعنې [اميرِ اهلِ سُنّت دا سوچ اوکړو چې] چرته دا پوليس والا ما د هغوئي نه خو نه ګڼي. بيا هغه خپل يو بل ملګرے کوم چې نزدې په ناسته اوده وو په ټوکر ئې اووهلو. هغه چې څنګه راپاڅيدو نو زر ئې خپل ټوپک ته لاس کړو. د سحر د لـمونځ وخت وو او د اوداسه وغيره حاجت هُم وو، په دې حالت کښې د عاشقِ مدينه زړه ډير بے قراره شولو چې پته نه لګي دوئي څه کول غواړي، پوليس والا د يوې نزدې کمرے دروازه برسيره کړه او دننه ئې د ننوتو اووئيل. هغوئي په زړه زړه کښې د دې سوچ کولو سره پريشانه شوول چې الله دې نه کړي که چرې زه دې خلقو دلته پريښودم او دوئي لاړل نو طهارت او اودس او لـمونځ به څنګه ادا کووم؟ په دې سوچ کښې بے اختياره د هغوئي د ژبې مبارکې نه په خپله مورنئ ميمنئ ژبه کښې اووتل: يا رسولَ الله! کِڈا پھسائی وِیو يعني يا رسولَ الله! دا په کوم ځائے کښې ګير شوم؟ د ديوانۀ مدينه د ژبې نه د دې جملې وتل وو چې د آقائے نامدار، د زړونو قرار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مدد راغلو، فرياد واوريدے شو، او هغه پوليس والا یو دم په خندا شو او دوئي ته ئې د تللو اجازت ورکړو او دروازه ئې بنده کړه.
مدد سرکار فرماتے ہیں، دیوانہ اگر کوئی تڑپ کر یارسولَ اللہ کا نعرہ لگاتا ہے