Book Name:Madinay Ki Barkatain
شو، څنګه چې روضۀ پُرنُور ته اورسيدو نو سلام ئې عرض کړو، بيا اوده شو، چې اوده شو نو قسمت ئې راويښ شو، د اُمَّت غم خوار نبي، مکي مدني صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې تشريف راوړلو، شفقت ئې هم اوفرمائيلو او د خرچ کولو د پاره ئې درهمې (يعنې د سپينو زرو سکې) هم عطا کړې * دغه شان ابو الخير رَحْمَةُ الله عَلَيْه بارګاه رسالت ته اورسيدو، روضۀ پُرنُور ته چې لاړو نو عرض ئې اوکړو: اَنَا ضَیْفُکَ یَارَسُوْلَ اللہ! يعنې يا رسولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه ستاسو ميلمه يم. دا ئې اووئيل او د منبر مبارک په خوا کښې اوده شو، ظاهري سترګې ئې پټې شوې او د زړه سترګې ئې اوغړيدلې، سرکار عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته په خوب کښې تشريف راوړلو، په خپل عاشق باندې ئې عنايات اوفرمائيل، د خوړولو د پاره ئې ورته ډوډئ هم عطا کړه، نيمه ډوډئ هغوئي په خوب کښې اوخوړله، چې کله راپاڅيدو نو نيمه ډوډئ ورسره په لاس کښې وه * د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الله عَلَيْه چې کله مدينے منورے ته حاضر شو نو هلته د هغوئي يو قلم ډير خوښ شو، خوښ ئې شو، اخستل ئې غوښتل خو دومره رقم ورسره نه وو، په بارګاه رسالت کښې ئې عرض اوکړو، عرض ئې وړاندې کړو او خپل د اوسيدو ځائے ته ئې واپس تشريف راوړو، څه وخت پس ئې يو دوست راغلو، هٰغه قلم د هغه په لاس کښې وو، راغلو او مفتي صاحب رَحْمَةُ الله عَلَيْه له ئې ورکړو او اوئې وئيل: دا ما تاسو له تحفه راوړې ده. مفتي صاحب فرمائي: ما د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عطا اوګڼله او د ځان سره مې کيښودو او نيت مې اوکړو چې په دې قلم باندې به د قرآنِ پاک تفسير ليکم.