Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH
دیکھا رواں اِک سروں کا سمندر، اللہ اَکْبَر! اللہ اَکْبَر!
د دې واقعے نه زده کولو دپاره مونږ ته دوه خبرې ملاؤ شوې:
د کعبے شريفې د بے ادبئ سپيره والے
وړومبئ خبره دا چې د کعبے شريفې بے ادبي په هلاکت کښې د اخته کيدلو سبب دے. اوګورئ تُبَّع حِمْیَرِی لا خانه کعبے ته نقصان رسولے نه وو صرف اراده ئې کړې وه چې د خدائے قهر پرې نازل شو. هُم دغسې د اَبرَهه نومې بادشاه واقعه هُم مشهوره ده، دې بد بدخته خانه کعبے ته د نقصان رسولو دپاره په هاتيانو سور فوځ راوستے وو خو هغه ته دا نه وه معلومه چې د دې کور مالِک (يعنې الله پاک) د لويو قدرتونو خاوند دے، الله پاک د هغه تکبر په خاورو کښې ګډ کړو او د وړو وړو مرغو (يعنې ابابيلو) په ذريعه ئې د هغه په هاتيانو سور فوځ [سره د هاتيانو] تباه و برباد کړو. الله پاک په قرآنِ کښې فرمائي:
اَلَمۡ تَرَ کَیۡفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِاَصۡحٰبِ الۡفِیۡلِ ؕ(۱) اَلَمۡ یَجۡعَلۡ کَیۡدَہُمۡ فِیۡ تَضۡلِیۡلٍ ۙ(۲) وَّ اَرۡسَلَ عَلَیۡہِمۡ طَیۡرًا اَبَابِیۡلَ ۙ(۳) تَرۡمِیۡہِمۡ بِحِجَارَۃٍ مِّنۡ سِجِّیۡلٍ ۪ۙ(۴) فَجَعَلَہُمۡ کَعَصۡفٍ مَّاۡکُوۡلٍ (۵) (پارہ:30 ،سورۂ فیل:1 -5)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان : آيا تاسو اُونه ليدل چې ستاسو رب د هٰغه هاتي والؤ څه حال اوکړو؟ (۱) آيا هغه د هغوئي مکر و فريب په تباهئ کښې وانچولو (۲) او په هغوئي ئې د مرغو فوځونه ور اوليږل (۳) کومو به چې هغوئي د کنکر په کاڼـو ويشتل (۴) نو هغوئي ئې د څاروو د خوړلو شوو بوسو په شان کړل (۵)