Fazail e Bait ul ALLAH

Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH

هغه وخت فرښتو د پينځه غرونو نه ګټې راوړلې او د هغوئي په خِدمت کښې ئې وړاندې کړې، د هغې نه کعبه شريفه جوړه کړے شوه، د هغه 5 غرونو نومونه دا دي: (1): کوهِ لبنان (2): کوهِ طُور (3): کوهِ زيتا (4): کوهِ جُودي (په کوم باندې چې د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام  کشتئ اُودريدلې وه) (5): کوهِ حِرا کوم چې په مکه مکرمه کښې دے ([1])

حج کا شَرَف ہو پھر عطا یارَبِّ مصطفےٰ!           میٹھا مدینہ پھر دکھا یارَبِّ مصطفےٰ!

دیدے طوافِ خانۂ کعبہ کا پھر شَرَف             فرما یہ پورا مُدَّعا یا ربِّ مصطَفٰے!

رُخ سوئے کعبہ ہاتھ میں زَم زَم کا جام ہو    پی کر میں پھر کروں دُعا یارَبِّ مصطفےٰ!([2])

د کعبے شريفې په باره کښې خوندور معلومات

خوږو او مُحترمو اسلامي ورو ڼـو! کعبه شريفه د اللہ پاک کور دے، د دې څه ښکلے شان دے. راځئ چې د دې په باره کښې زړه راښکونکي معلومات واورو: * علمائے کرام فرمائي: د کعبے شريفې عمارت په مَکعَب يعنې په مربع شکل کښې دے، ځکه کعبے شريفې ته کعبه (يعنې د څلورو ګوَټونو والا کور) وئيلے شي * د لفظ کعبه يوه معنیٰ: اوچته او راپورته هم ده، پخوا زمانه کښې به خلقو د کعبے شريفې د عزت او حرمت په وجه خپل کورونه ګول جوړول او د کعبے شريفې نه به ئې نه اوچتول، ځکه چې هم دا مکان مبارک د خوا و شا ټولو کورونو نه اوچت وو، ځکه دې ته کعبه


 

 



[1]...تحفۂ معراج النبی ،صفحہ:366۔

[2]...وسائِلِ بخشش،صفحہ:129ملتقطًا۔